په ۵ ولایتونو کې ۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې پولیسو په څو جلا اقداماتو کې، ۲ تنه د غلا په تړاو او ۲ تنه نور د باج اخیستنې او زورواکۍ په تړاو په هرات ولایت کې، ۲ تنه غله د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې، یو تن د وژنې (قتل) په تړاو په جوزجان ولایت کې او ۲ تنه نور د غلا په تړاو په بلخ او زابل ولایتونو کې نیولي دي.