۲۸ تنه د جنايي جرمونو په تړاو په ۴ ولایتونو کې ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په څو جلا اقداماتو کې؛ ۱۰ تنه د غلا په تړاو او یو بل تن له یوې تومانچې، ۲۶۰ فیر مرمیو او یو سیټ سټلایټ ټلیفون سره په هلمند ولایت کې نیولي دي.
دغه راز، ۳ تنه د بادغیس ولایت په سنگ تخت ولسوالۍ کې د پستې د ځنګلونو د وهلو په تړاو او ۲ نور کسان د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د غلا په تړاو نیول شوي دي.
ورته مهال، د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو په تېره یوه میاشت کې ۱۲ تنه د موبایلونو د غلا په تړاو نیولي، چې له دوی څخه ۱۴ سیټه غلا شوي موبایلونه ترلاسه او بېرته خپلو مالکانو ته وسپارل شول.