نشه یي توکو سره د مبارزې معین د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان هېواد ته سفر وکړ

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۲۵
شسیبشس

نشه یي توکو سره د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر په سیاسي چارو کې د ازبکستان هېواد د جمهور رییس سلاکار ډاکټر عبدالعزیز کاملوف په رسمي بلنه د یاد هېواد پلازمېنې سمرقند ته سفر وکړ تر څو د نشه یي توکو نړیوالو تهدیداتو په ناسته کې ګډون وکړي.
تمه ده چې دا ناسته به د روانې میلادي میاشتې په ۲۰ مه نېټه د بېلابېلو هېوادونو د استازو په شتون کې جوړه شي او د نشه یي توکو نړیوال تهدیدات به وڅېړل شي او د منطقه یي او نړیوالو همکاریو په لارو چارو باندې به هر اړخیزه بحثونه وشي.
د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت پلاوی به خپلې کړنې او لاسته راوړنې او د نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت په راتلونکو برنامو د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړي او د ګډې همکارۍ د ودې په لارو چارو به هم ارزښتمندې خبرې اترې وشي.