هلمند کې پولیسو د صراف میلیونونه غلاشوې پیسې بېرته ترلاسه کړې

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۴:۱۷
asdfasf

د هلمند ولایت موسی‌کلا ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د یوه صراف د شاوخوا شپږ دېرش میلونه غلاشوو پاکستانۍ کالدارو یوه برخه بېرته ترلاسه کړې او د دې پېښې په تړاو یې شپږ تنه وسله‌وال غله نیولي دي.

د موسی‌قلعه ولسوالۍ امنیه قوماندان الحاج مولوي مصباح‌الله عادل وویل، چې یادو کسانو د روژې میاشتې پر ۲۵مه نېټه، د نوزاد او موسی‌کلا ولسوالیو ترمنځ د نصیر خان دربار په سیمه کې، له یوه صراف څخه شاوخوا ۳۶ میلیونه کالدارې د وسلو په زور غلا کړې وې.

د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونو د کشفي معلوماتو پر بنسټ په ترسره شوو عملیاتو کې له نیول شوو کسانو څخه ۱۲ میلیونه او ۷۵۰ زره پاکستانۍ کالدارې بېرته ترلاسه کړي دي.

مسؤلین زیاتوي، چې د دې قضیې په تړاو د دوو نورو شکمنو کسانو د نیولو هڅې روانې دي او نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.