کندهار کې پولیسو د نشه يي توکو د لېږد په تور ۳۴ تنه نیولي

farhadi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱/۷ - ۱۰:۲۱
c


د کندهار ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو، د نشه يي توکو ۳۴ لېږدونکي نیولي.
یادو کسانو هیرویین د کپسولونو په ډول په خېټو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې د کندهار د هوايي ډګر له لارې یې هندوستان ته ولېږدوي؛ چې موخې ته له رسېدو مخکې ونیول شول.
له نیول شویو کسانو څخه څه باندې ۲۱ کیلو ګرامه نشه يي توکي هم کشف او ضبط شوي دي.