د پولیسو ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې ۸۲ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۴:۲۴
saf

د پولیسو ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې ۸۲ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو په کونړ، نیمروز، جوزجان، لغمان، بدخشان، بامیان، بلخ، کاپيسا، کندوز، هلمند، خوست، پروان، ننگرهار، فراه، سرپل، فاریاب، اروزگان او زابل ولایتونو کې ونیول.
له نیول شویو کسانو څخه له ۷۷ کیلوګرامه زیات چرس، تریاک، شیشه او پوډر، څلور زره او ۸۹۰ دانې نشه يي ګولۍ او یو مقدار الکولي مشروبات هم ترلاسه شوي دي.