د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې، ۴ تنه وسلهوال غله په هرات ولایت، ۳ تنه غله د بامیان ولایت په یکاولنګ لومړۍ نمبر ولسوالۍ، ۲ تنه غله په دایکندي، ۱ تن د څارویو د غلا په تړاو په سمنګان او ۲ نور تنه د وژنې او غلا په تړاو په فاریاب ولایت کې نیولي دي.