په غور ولایت کې لسګونه کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ضبط شول
د غور ولایت د امنیې قوماندانۍ منسوبینو د خپل هدفي اقدام په ترڅ کې د دې ولایت د شهرک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ۵۲ کیلوګرامه ایف(اېفېډرا) نشه يي توکو د قاچاق مخه نیولې ده.
د دې قضیې په تړاو درې تنه له یو میل وسلې سره نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.