په فراه کې د خپلې مور او ورور د قتل په تړاو یو تن ونیول شو

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۰:۱۳
dsfasfd

د فراه ولایت د پشت‌رود ولسوالۍ امنیتي او کشفي ځواکونو د دوامدار تعقیب او څارنې په پایله کې محمود نومی کس نیولی چې تېره ورځ یې د فراه ښار اړوند د ریګۍ په سیمه کې د کورنۍ شخړې له امله خپله مور او ورور د وسلې په ډزو وژلي او د کورنۍ دوه نور غړي یې سخت ژوبل کړي وو.

له نیول شوي کس څخه یو میل کلاشینکوف، یو میل تفنګچه، اووه شاجورونه او ۱۷۹ دانې مرمۍ هم ترلاسه شوې دي.

یاد کس تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شو.