امنیتي ځواکونو تورخم کې ۵۲۵ میله وسلې او مهمات نیولي
امنیتي ځواکونو د تورخم په فرضي کرښه کې له پاکستانه را لېږدول کېدونکې ۵۲۵ میله بېلابېل ډوله وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي.
دغه وسلې او مهمات د کشفي او ځانګړو ځواکونو له لوري له پاکستانه د افغان کډوالو په دوو موټرو کې نیول شوي دي.
په نیول شویو توکو کې ۲۷ زره فایره مرمۍ، ۲۰۰ بنډله پرمیکاټ، لس میله امفور ټوپکونه، لس لېزرونه، لس دوربینونه، ۱۷ میله ټيټيکوف، یو میل کلاشینکوف او ۴۹۷ میله بېلابېل ډوله توفنګچې شاملې دي.
د یادو وسلو او مهماتو په تړاو دوه تنه نیول شوي او تر څېړنو لاندې دي.