خبرتیا
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معینیت اړوند د پلان او اوپراسیون لوی ریاست د چاودېدونکو توکو سره د مبارزې انجینرۍ ریاست له لورې د جېمر دستګاوو د وېش او تنظیم لارښود منظور شوی دی.
له همدې امله، ټولو اړوندو اشخاصو او بنسټونو ته خبر ورکول کېږي چې په وسایطو کې د جېمر دستګاوو د نصب او کارونې د جواز ترلاسه کولو لپاره دې د کورنیو چارو وزارت د چاودېدونکو توکو سره د مبارزې انجنیرۍ ریاست د جېمرونو د تنظیم مدیریت ته مراجعه وکړي.
هغه جوازونه، لیکونه او یا استعلامونه چې د یادې مرجع له لوري نه وي صادر شوي، هېڅ ډول قانوني اعتبار نه لري.
د یادولو وړ ده چې د ټول هېواد په کچه د جېمر دستګاوو د کارونې د جواز د صادرولو یوازینۍ باصلاحیته مرجع د کورنیو چارو وزارت دی.
ملي دفاع وزارت او د استخباراتو لوی ریاست د خپلو اړوندو مقرراتو تابع دي.
