پغمان کې د مسؤلینو په منځګریتوب د دوو کورنیو دوښمني حل شوه

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۲۱
asdfsa

د پغمان ولسوالۍ د ولسوال الحاج قاري علي محمد «مجاهد»، د مصلحینو او ځایي مخورو په منځګړیتوب، یاده شخړه حل او د یوې جرګې له لارې دواړو کورنیو یو بل وبښل.

دا دوښمني چې پخوا د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د سیلو په سیمه کې د فزیکي شخړې له امله رامنځته شوې وه، له امله یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و او د دواړو کورنیو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شوی و.

د جرګې پر مهال د پغمان ولسوال د دې تاوتریخوالي د پای ته رسېدو له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، علما او مخور دنده لري چې د دیني، اخلاقي او وجداني مسئولیت له مخې خلک یووالي، تفاهم، بښنې او ورورولۍ ته راوبولي او د ټولنیزو شخړو په حل کې فعاله ونډه واخلي.