په ۴ ولایتونو کې؛ ۱۲ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د بېلابېلو جلا عملیاتو په ترڅ کې، ۵ تنه د غلا او ۴ تنه د ناقانونه وسلو د لېږد او ساتنې په تړاو په هرات، ۲ تنه د اخلاقي فساد په تړاو په بغلان ولایت کې او یو تن د یو موټرسایکل د غلا په تړاو په جوزجان ولایت کې نیولي دي. همدارنګه، د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې درې مېله وسلې هم کشف شوې دي.