په ۶ ولایتونو کې ۱۶ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په ۶ ولایتونو کې د څو جلا اقداماتو په ترڅ کې ۱۶ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
له دې ډلې؛ ۳ تنه په کونړ ولایت کې د لرګیو د قاچاق، ۳ تنه غله په بلخ، ۳ تنه په جوزجان، ۳ تنه په هرات کې د وسلو د ناقانونه لېږد او ساتنې، ۲ تنه غله په سرپل او ۲ نور کسان په کندوز ولایت کې د وسلو ناقانونه لېږد په تړاو نیول شوي دي.