په غزني کې لسګونه روږدي کسان د قران کریم د تجوید له زده کړو فارغ شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۴:۹
asdfaf

​په غزني ولایت کې لسګونه تنه روږدي کسان په داسې حال کې چې د درملنې پړاوونه یې تېرول، د قران کریم د تجوید له زده کړو څخه فارغ شول.
​یاد کسان د غزني ولایت په «بهار» ۵۰۰ بستریز روغتیايي مرکز کې د درملنې ترڅنګ، د درېیو میاشتو لپاره د تجوید زده کړې ترلاسه کړې او د قرآن کریم وروستۍ سپاره (عمه) یې هم حفظ کړې ده.