کابل کې لسګونه کسان د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په بېلابېلو جلا عملیاتو کې ۷۳ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو د کابل ولایت په مربوطاتو کې نیولي دي. د یادو کسانو د دوسیو له ترتیب وروسته به هغوی عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
له نیول شویو کسانو څخه ۷۷۰۰ دانې نشه يي ټابلېټونه، تر دوه کیلوګرامه زیات چرس، لسګونه بوتله الکولي مشروبات او یو مقدار تریاک هم ترلاسه شوي دي.