پېښو ته د رسېدو او اور وژنې ریاست له ښوونیز مرکز څخه ۳۵ منسوبین فارغ شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۴:۳۸
asdfsaf

پېښو ته د رسېدو او اور وژنې عمومي ریاست د ښوونیز مرکز د ظرفیت لوړونې له اتلسمې دورې څخه ۳۵ تنه منسوبین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. د فراغت په مراسمو کې د یاد ریاست عملیاتي مرستیال قاري احسان‌الله «رحیمي» او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و. د ښوونیز مرکز قوماندان مولوي شیرعلي مدني د خپلو خبرو پر مهال د ظرفیت لوړونې کورسونه د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره مهم وبلل او د تدریسي کمیت او کیفیت په اړه یې معلومات وړاندې کړل. په دې دوره کې ګډونوالو  پېښو د مخنیوي، پېښو ته د رسېدو، اور وژنې او اداري چارو په برخو کې اړینې مسلکي زده‌کړې ترلاسه کړې او د مراسمو په پای کې فارغانو ته تصدیق‌نامې ووېشل شوې.