د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د پیاوړتیا په موخه د کورنیو چارو وزارت معین د منځنۍ آسیا د سیمه ییزو معلوماتو او همغږۍ له مسؤلینو سره وکتل
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، شیخ عبدالرحمن منیر، په خپل کاري دفتر کې د منځنۍ آسیا د سیمه ییزو معلوماتو او همغږۍ مرکز (CARICC) له رئیس ښاغلي مخمود خادیموف او د یاد مرکز له سلاکار ښاغلي عزیزبیک ارکابویف سره وکتل.
په دې لیدنه کې ښاغلي منیر مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړي ډول د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د سیمې له هېوادونو، په ځانګړې توګه د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې نږدې او دوامداره همکاري لري او د سرحدي همغږۍ له لارې د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي او د قاچاق وړونکو د نیولو په برخه کې ګډ اقدامات ترسره کوي. نوموړي همداراز د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د لا اغېزمنتیا لپاره د یادې ادارې له مسؤلینو د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
په ورته مهال د CARICC رئیس او سلاکار د خبرو پر مهال وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له صادرېدو وروسته د نشه يي توکو د مخنیوي، د روږدو کسانو د راټولولو، ساتنې او درملنې په برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري او هغوی هڅه کوي، چې د افغانستان اسلامي امارت سره د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې لا قوي همغږي رامنځته کړي. د لیدنې په پای کې دواړو لورو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ګډې همکارۍ د پراختیا ژمنه وکړه.