په هرات ولایت کې د مسلکي غلو یوه ډله ونیول شوه
د هرات ولایت د امنیې قومندانۍ د دیارلسمې حوزې پولیسو د څو کشفي عملیاتو په ترڅ کې د مسلکي غلو لس کسیزه ډله، چې په یاد ولایت کې یې له ښاریانو غلاوې کولې، د همدې حوزې په مربوطاتو کې نیولې ده.
له نیول شوو کسانو څخه دوه موټرسایکلونه، یو موټر او یو شمېر نور غلا شوي توکي ترلاسه شوي دي.
نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته، عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.