د مسؤلینو په منځګړیتوب سمنګان کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني پای ته ورسېده
په همدې اړه په سمنګان ولایت کې په جوړې شوې غونډه کې، د سمنګان والي الحاج داملا محمد شعیب «رسالت» د مسؤلینو، علماوو کرامو او د شخړو د حل کمېسیون د هڅو ستاینه وکړه او د دا ډول شخړو حل یې د ټولنیز ثبات د ټینګښت، د ولسي یووالي د پیاوړتیا او په دغه ولایت کې د امن فضا د لا پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.
همداراز د سمنګان امنیه قومندان مخدوم عبدالخبیر «کمالي» وویل، چې په دغه ولایت کې هېڅ ډول امنیتي ستونزه نشته او خلک د اسلامي نظام تر چتر لاندې په اتحاد او همغږۍ سره په ارامه فضا کې ژوند کوي.
ورپسې، د سمنګان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو د چارو آمر ملا محبالله بهاري وویل، چې یاده شخړه شاوخوا اووه کاله وړاندې د ایبک ښار مرکز د جوی زندان په کلي کې رامنځته شوې وه، چې له امله یې یو تن وژل شوی و.
په پای کې، دواړو کورنیو ژمنه وکړه چې خپلې اړیکې به د ورورولۍ په فضا کې د سولې او یو بل ته د درناوي پر بنسټ دوامدارې وساتي.