​نږدې ۳۰۰ تنه روږدي کسان تر درملنې وروسته روغ شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۴:۱۰
sdfs

​۲۹۷ تنه په نشو روږدي کسان د غزني، میدان وردګ او پکتیا ولایتونو په روغتیایي مرکزونو کې تر درملنې وروسته روغ او د موظفې کمېټې له لوري رخصت او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

​یاد روږدي کسان څه موده وړاندې د یادو ولایتونو له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو له خوا راټول او د درملنې په موخه روغتیایي مرکزونو ته معرفي شوي وو.