په کابل ولایت کې پر ۱۰۰ اړمنو کورنیو نغدي پیسې ووېشل شوې
په کابل کې پر ۱۰۰ اړمنو او سوالګرو کورنیو، چې د موظفې کمېټې له لوري مستحقې پېژندل شوې وې، د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو له خوا هرې کورنۍ ته پنځه زره افغانۍ مرسته ووېشل شوه.
د دغې مرستې د وېش پر مهال د کابل ولایت د مستحقو سوالګرو د تشخیص کمېټې سرپرست او د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت، د کار او ټولنیزو چارو ریاست، ښاروالۍ او د زندانونو د عمومي ریاست استازو هم حضور درلود.