په ۵ ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تړاو ۲۷ تنه ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په څو جلا اقداماتو کې ۲۷ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو په ۵ ولایتونو کې نیولي دي.
له دې جملې څخه ۱۸ تنه د هرات ښار له بېلابېلو سیمو څخه د غلا په تړاو، ۴ تنه د ناقانونه یو میل توپنچې او یو عراده موټر د لېږد په تړاو په نیمروز کې، ۳ تنه غله په غزني او ۲ نور کسان په بغلان او فاریاب ولایتونو کې د غلا په تړاو نیول شوي دي.