د بلخ ولایت د روږدو د درملنې له زر بستریز مرکز څخه ۲۵۰ تنه له درملنې او حرفوي زده کړو وروسته رخصت شول
د بلخ ولایت امنیه قومندانۍ د معتادینو د درملنې له زر بستریز مرکز څخه ۲۵۰ تنه روږدي کسان له بشپړې روغتیا او فني زده کړو ترلاسه کولو وروسته رخصت او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
دا کسان چې وړاندې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري راټول شوي وو، د درملنې ترڅنګ ورته د خیاطۍ، بوټ او بېک جوړونې او د برېښنایي وسایلو د ترمیم په برخو کې مسلکي زده کړې ورکړل شوې دي. مسوولین وایي چې اوسمهال په دغه مرکز کې سلګونه نور کسان هم تر درملنې لاندې دي چې د روغتیا او زده کړو ټولې اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.