ننګرهار کې ۳۰ تنه د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۲۰
asdfasfd

د ننګرهار امنیې قومندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د وروستیو اوو ورځو راهیسې ۳۰ تنه د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.
له نیول شوو کسانو ۱۷ کیلوګرامه چرس، څه باندې ۶ زره نشه‌يي ټابلیټونه او یوه اندازه شیشه او هیرویین هم ترلاسه شوي دي.