د نشه‌یي توکو پر وړاندې د لا اغېزمنې مبارزې په موخه، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت له امارتي ادارو سره د همغږۍ او ګډو هڅو غونډه په یاد معینیت کې ترسره شوه.

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۰:۵
شسیبش

په یاده غونډه کې د سکتوري او دولتي ادارو معینانو، رئیسانو او مسؤلینو ګډون کړی و.
په پیل کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، شیخ‌الحدیث الحاج مولوي عبدالرحمن منیر د عملياتي پروګرامونو، د کوکنارو د کروندو د تخریب، د نشه‌یي توکو د تولید او پروسس د فابریکو د له منځه وړلو، د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت برابرولو او د سوالګرو د راټولولو د بهیر په اړه خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې مفصل معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ملکي مرستیال، الحاج مولوي عبدالرحمن قاسمي د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکارو ادارو د کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې یې د اړوندو ادارو له همکاریو څخه مننه وکړه.
وروسته د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر رئیس، مل پاسوال الحاج مولوي حسیب‌الله احمدي د یاد معینیت د کاري لارو چارو او تګلارو په اړه وینا وکړه.
په دوام کې د بېلابېلو امارتي ادارو استازو د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د خپلو فعالیتونو او له د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت سره د همکاریو څرنګوالی له ګډونوالو سره شریک کړ.
په پای کې، یاده غونډه د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ملکي مرستیال له لوري مثبته و ارزول شوه او د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ادارو د فعالیتونو د لا ښه والي لپاره لازم تصمیمونه ونیول شول.