۹ ولایتونو کې؛   ۳۵ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۴:۸
adfaf

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۳۵ تنه په بامیان، کندز، پروان، سمنگان، پکتیا، تخار، بلخ، کاپیسا او پکتیکا ولایتونو کې د نشه یي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.

له نیول شویو کسانو څخه سلګونه نشه‌ یي ټابلیټونه، یوه اندازه شیشه او چرس هم ترلاسه شوي دي.  

یاد کسان به د پولیسو تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.