د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین د بغلان له والي سره وکتل

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۴:۸
1231

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین الحاج شیخ عبدالرحمن منیر د بغلان له والي مولوي عبدالرحمن سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د روانو مبارزو، لاسته‌راوړنو او همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې وکړې. ښاغلي منیر د بغلان د ولایتي ادارې هڅې وستایلې او د مبارزې د لا ښه تنظیم غوښتنه یې وکړه.  

د بغلان والي د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د یاد ولایت مسؤلین د نشه‌يي توکو پر وړاندې جدي مبارزه کوي.

په پای کې دواړو خواوو د دوامدارې همکارۍ ژمنه وکړه.