ولایتونو ته د امنیتي چارو ستر معین د سفرونو په لړ کې ښاغلي صدر خوست ولایت ته سفر وکړ د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر معین، ستر پاسوال الحاج محمد ابراهیم صدر ولایتونو ته د سفرونو په لړ کې خوست ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له ملکي او نظامي مسؤلی
x
د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر معین، ستر پاسوال الحاج محمد ابراهیم صدر ولایتونو ته د سفرونو په لړ کې خوست ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له ملکي او نظامي مسؤلینو، علماوو او قومي مشرانو سره وکتل.
یاده کتنه د ولایت مقام د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې پکې ښاغلي صدر مسؤلیت د الله تعالی له لوري امانت وباله او ټینګار یې وکړ، چې دغه امانت باید په اخلاص او ښه نیت سره وساتل شي. نوموړي د اسلامي نظام د ساتنې، د علماوو او ولسونو سره د باور د فضا د پیاوړتیا، د نظم او مقرراتو د بشپړ مراعت، د امنیتي ارګانونو د همغږۍ او د خلکو د خوندیتوب پر دوام ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د خوست ولایت والي، امنیه قومندان، د ولسوالیو مسؤلینو، علماوو او قومي مشرانو ګډون درلود.