د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر معین پکتیکا ولایت ته سفر وکړ

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۴:۲۸
adfaf

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د لارښوونو پر اساس د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر معین، ستر پاسوال الحاج ملا محمد ابراهیم صدر، د خپل کاري سفر په ترڅ کې پکتیکا ولایت ته ولاړ. نوموړي د ښرنې ښار په ولایت مقام کې د ولایتي مسئولینو، د علماوو شورا غړو او د سیمې له مخورو سره په جوړه شوې غونډه کې د اسلامي امارت د زعیم لارښوونې، فرامین او سپارښتنې ګډونوالو ته ورسولې.

د کورنیو چارو ستر معین د نشه‌یي توکو پر ضد د جدي مبارزې، د قانون د تطبیق، د هر ډول تعصب پرېښودو، د نظامي اصولو مراعت، د رسمي یونیفورم منظم کارونې او له ولس سره د متقابل احترام پر ارزښتونو خبرې وکړې. هغه ټینګار وکړ چې د امنیتي بنسټونو مسؤلیت د ولس خدمت او د خلکو د اعتماد ساتل دي.

همداراز نوموړي د ولس له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او اړوندو مسئولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د خلکو ستونزې په خپل وخت واوري او د حل لپاره یې عملي ګامونه پورته کړي.
د پکتیکا ولایتي مسؤلینو په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت په اړه ښاغلي صدر ته ډاډ ورکړ او دغه وضعیت یې د پخوا په پرتله ښه وښوده. همداراز سیمه‌ییزو مسؤلینو څرګنده کړه چې په یاد ولایت کې جنايي پېښې کمې شوي او د دولتي ادارو ترمنځ همغږي موجوده ده.