خوست کې د دوو کورنیو ۴۵ کلنه دښمني د مسؤلینو په منځګړیتوب پای ته ورسېده
د خوست ولایت په علي شېرو او تېرې زایو ولسوالیو کې د دوو کورنیو تر منځ پنځه څلوېښت کلنه (۴۵) پخوانۍ دښمني د سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده او دواړو کورنیو یو بل وبښل.
دغه مراسم چې په همدې مناسبت جوړ شوي وو، د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت په یاد ولایت کې د روغې جوړې په چټک بهیر خوښي وښوده او په ورته وخت کې یې له ټولو دښمندارو کورنیو غوښتنه وکړه چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي او په خپلو کې په صمیمیت او ورورولۍ ژوند وکړي.
همداراز، د خوست امنیه قوماندان الحاج ملا عبدالله حماد ښکېلو اړخونو ته د روغې جوړې مبارکي وویله او له ولسونو یې وغوښتل چې د دښمنیو او شخړو لړۍ پای ته ورسوي او د سولې په فضا کې یو ځای ژوند وکړي.
په دې غونډه کې یو شمېر ګډونوالو، له قومي مشرانو او ښکېلو کورنیو مننه وکړه چې د کلونو پخوانۍ دښمني یې د خبرو له لارې حل کړه او د سولې لار یې غوره کړه.