د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو لپاره د پېښو د ثبتونو سیستم روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۲۴
sfdasfda

یاد سیمینار د مرکز او ولایتونو جنایي جزمونو سره د مبارزې نېږدې ۴۰ تنو منسوبینو ته د پولیسو اکاډمۍ کې په لاره اچول شوی وو.
یاد سیمینار  د پېښو الکترونیکي ثبتولو سیستم او پېښو ته د رسېدو او څېړلو د اسانه کولو په موخه په لاره اچول شوی وو.
د سیمینار په پای غونډه کې د کورنیو چارو وزارت جرمونو کشف او پر وړاندې یې د مبارزې لوی ریاست مرستیال مل پاسوال عبدالجبار هجرت د یاد سیستم د ګټې اخیستې پر اهمیت خبرې وکړې او د جرمونو په کشف او پېښو ته رسېدو په برخه کې یې دا یو مهم ګام وباله.
سیمینار د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد.