په ارزګان کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف او ترلاسه شوې ده

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۹:۳۲
sdfsfdasfdasfd

د ارزګان ولایت امنیې قومندانۍ د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف او نیولي ده.
په نیول شوو مهماتو کې، ۲۱زره فیره د کلاشینکوف او پیکا مرمۍ، ۲۰۰ فیره د دهشکې مرمۍ، ۳۰۰ فیره د راکټ مرمۍ او څو کړۍ لاسي بمونه شامل دي.
د نیول شوو مهماتو په تړاو ۳ تنه نیول شوي او تر څېړنو لاندې دي.