په فاریاب ولایت کې د پولیسو لخوا راټولې شوې لسګونه میله وسلې د ډایاک پروسې ته وسپارل شوې
د فاریاب ولایت د امنیې قوماندانۍ د تروریزم ضد مبارزې پولیسو، ۴۶ میله وسلې او یوه اندازه مهمات چې د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه راټولې شوې وې، د ولایت د مسوولینو په حضور کې د ډایاک مرستیال ته وسپارلې.