پولیسو ځواکونو؛ ۱۳ تنه د نشه یي توکو د لېږد او خرڅلاو په تړاو نیولي
              ۱۳ تنه د نشه یي توکو د لېږد او خرڅلاو په تړاو په بلخ، کنړ، خوست او کاپیسا ولایتونو کې د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو له لوري نیول شوي او له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوي دي.
د نیول شویو کسانو څخه ۷۰۰ دانې نشه یي ګولۍ، یوه اندازه چرس او تریاک هم د پولیسو لاسته راغلي دي.