د وسله والو غلو یوه ډله په هرات ولایت کې ونیول شوه
د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ امنیه قومندانۍ منسوبینو د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې د یوه وسله وال بانډ ۶ کسیزه ډله چې په یاده ولسوالۍ کې به یې د خلکو موبایلونه او موټر غلا کول نیولې.
د نیول شویو کسانو څخه ۳ میله ډول ډول وسلې، ۸۰ زره افغانۍ، یو عراده موټرسایکل او څو سیټه تلفونونه ترلاسه شوي دي او دوی د پولیسو تر لا نورو څېړنو لاندې دي.