بلخ ولایت پولیسو له روزنیز مرکز ۵۰۷ تنه منسوبین له عقیده تي، مسلکي او تخنیکي زده کړو وروسته فارغ شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۱۵
بشسی
د غونډې په پیل کې د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې لوی قومندان الحاج پاسوال قاری روح الله عبیده “پیلوټ” خبرې وکړې، هغه نویو فارغ شویو سرتېرو ته په خطاب کې وویل چې یواځینی هدف د خدای تعالی رضا او د هېواد خدمت وګرځوئ، له مخالفتونو ځان وساتئ، خپل مسلک ته ژمن پاتې شئ د ولس چوپړ کې نه ستړې کېدونکې او مخلصانه هڅې وکړئ. وروسته نورو مشرانو هم په خپلو خبرو کې، د دوی هڅې وستایلې او له فارغو شویو منسوبینو یې وغوښتل چې د ولس او اسلامي نظام په ساتلو کې لا هڅې وکړي. غونډه د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسېده