د پولیس راډیو څانګه په خوست ولایت کې پرانیستل شوه
یاده راډیو د کورنیو چارو وزارت عامه اړیکو لوی ریاست په چوکاټ کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.
دغه مراسم چې د خوست ولایت امنیه قومندانۍ په انګړ کې جوړ شوي وو د عامه اړیکو لوی رییس الحاج مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده، د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع، خوست ولایت مرستیال مولوي محبوب شاه قانت، امنیه قومندان ملا عبدالله حماد او نورو مسوولینو او منسوبینو پکې ګډون کړی وو.
د پرانیستې په لړ کې، پولیس راډیو د اسلامي نظام د ټولو ادارو د لاسته راوړنو د نشرولو یوه ارزښتناکه سرچینه وبلل شوه.
د خوست پولیس راډیو به د خوست مېشتو او پولیسو تر منځ د لا همکاریو او ښو اړیکو جوړولو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.
د ویلو وړ ده چې خوست پولیس راډیو۲۴ ساعته نشرات لري او خپلو اورېدونکو ته به بېلابېلې ټولنیزې، اقتصادي او اصلاحي خپرونې وړاندې کړي.