۳۰ کیلو ګرامه نشه یي توکي په نیمروز کې کشف شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۲:۸
asdfaf

د یاد ولایت امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۳۰ کیلو ګرامه نشه یي توکي د څو بېلابېلو اقداماتو په ترڅ کې، د نیمروز ولایت کنګ او مرکز زرنج ښار کې کشف او ضبط کړي دي.
دوه تنه یې په اړه نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوي دي.