د په ۹ ولایتونو کې؛ ۳۹ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو، استعمال او لېږد په تړاو نیول شوي
د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو بېلابېلو اقداماتو په ترڅ کې، د خوست، پروان، پکتیا، فراه، کاپیسا، بلخ، بغلان، لغمان او فاریاب په ولایتونو کې ۳۹ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو، استعمال او لېږد په تړاو نیولي دي.
د نیول شوو کسانو څخه، ۶ کیلو ګرامه چرس، یوه اندازه شیشه، الکولي مشروبات او یوه اندازه نشه یي ګولۍ ترلاسه شوي دي.