په کابل ولایت کې د ۷ کیلو ګرامه څخه زیاتې شیشي د قاچاق مخ نیوی وشو

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۱:۲۲
sadfa

یوه کس چې غوښتل ۷ کیلو او ۷۰۰ ګرامه شیشه چې د ساعت تیرۍ په وسایلو کې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوي وو او غوښتل یې چې د هېواد نه یې بهر ته ولیږدوي د یاد ولایت په لسمه ناحیه کې د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو له لوري ونیول شو.
نیول شوی کس له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوی دی.