۴۵۱ تنه د پولیسو منسوبین له لنډ مهاله مسلکي او عقیده تي زده کړو وروسته د جنوب شرق زون پکتیا ولایت له روزنیز مرکز څخه فارغ شول په غونډه کې د ښوونې او روزنې لویې قومندانۍ قومندان الحاج پاسوال قاري روح الله عبیده پیلوټ په ګډون د پکتیا مرستیال والي مولوي انعا
۴۵۱ تنه د پولیسو منسوبین له لنډ مهاله مسلکي او عقیده تي زده کړو وروسته د جنوب شرق زون پکتیا ولایت له روزنیز مرکز څخه فارغ شول په غونډه کې د ښوونې او روزنې لویې قومندانۍ قومندان الحاج پاسوال قاري روح الله عبیده پیلوټ په ګډون د پکتیا مرستیال والي مولوي انعام الله (صلاح الدین) د پکتیکا، خوست او لوګر امنیه قومندانیو مسوولینو او نورو مسوولینو او منسوبینو ګډون درلود. ویناوالو په خپلو خبرو کې، فارغو شوو منسوبینو ته د مبارکۍ تر څنګ په عقیده تي او مسلکي زده کړو ټینګار وکړ او دوی یې د اوامرو اطاعت او د ولس سره نېک چلند ته وهڅول. په پای کې په فارغو شوو منسوبینو د فراغت سندونه ووېشل شول.