په ۳ ولایتونو کې؛ ۷ تنه نیول شوي او یوه اندازه وسلې کشف شوي

د پولیسو ځواکونو د څو بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې، ۵ تنه د غلا په تړاو په هرات ولایت کې او ۲ تنه نور یې د تېلو د قاچاق په تړاو د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې نیولي.
دغه راز د پنجشېر امنیه قومندانۍ پولیسو، دوه میله کلاشینکوفونه، یو میل پنج تیره، دوه میله مکروف تفنګچې او یو میل موش کش د دغه ولایت د خنچ ولسوالۍ په پېشغور کې کشف او ترلاسه کړي چې په غیر قانوني توګه ساتل کېدل.