د پنجشېر ولایت په مرکز کې، ۲۰ کلنه دښمني د دوو کورینو تر منځ په دوستۍ بدله شوه

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۲:۳۵
sadfasf

د پنجشېر امنیه قومندانۍ د مسوولینو د هڅو په پایله کې، په یاد ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ، ۲۰ کلنه دوښمني چې دری تنه پکې وژل شوي وو، حل و فصل شوه او په دوستۍ بدله شوه.
هغه غونډه چې پدې همدې موخه د پنجشېر ولایت امنیه قومندان، علماوو، قومي مشرانو او سپین ږیرو په ګډون جوړه شوې وه، دواړو لورو یو بل په غېږ کې ونیول او د ډېرې مودې دوښمني په دوستۍ بدله شوه.
دواړو لورو او د پنجشېر ولایت نورو اوسېدونکو د یاد ولایت امنیه قومندان له خیر خواهانه هڅو مننه وکړه او د ده کړنې یې وستایلې.