۴ ولایتونو کې؛ د نشهيي توکو یوه کارخونه کشف او اته تنه ونیول شول

نشهيي توکو سره د مبارزې پولیسو د ننګرهار په غنيخیلو ولسوالۍ کې د نشهيي توکو د پروسس یوه کارخونه له ۵ کیلوګرامه شیشې، ۳ زره او ۲۷۵ نشهیي ټابلیټونو، پنځه لېټرو کیمیاوي موادو او نورو وسایلو سره موندلې او په تړاو یې دوه تنه نیولي دي.
همداراز، نشهيي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د کندوز په خانهاباد ولسوالۍ کې له ۲۹ کیلوګرامو تریاکو سره، یو تن د د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې له لس کیلوګرامو چرسو سره او درې تنه نور د بدخشان په داریم ولسوالۍ کې له درې کیلوګرامو تریاکو او یوې توپانچې سره نیولي دي.