نیمروز کې د ۳۹ کیلو ګرامه تریاکو د قاچاق مخه ونیول شوه

د نیمروز امنیې قومندانۍ د لویې لارې کنډک پولیسو د یاد ولایت د لویې لارې په اوږدو کې درې تنه هغه مهال نیولي، چې غوښتل یې د فراه ولایت له بکواه ولسوالۍ څخه په یوه فلډر موټر کې ۲۱ کیلو ګرامه تریاک هلمند ولایت ته قاچاق کړي. له نیول شوو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف، درې شاژورونه او ۴۲ مرمۍ هم ترلاسه شوي دي.
همداراز، د نیمروز نشهيي توکو سره د مبارزې پولیسو یو بل کس هم نیولی، چې غوښتل یې د فراه ولایت له بکواه ولسوالۍ څخه ۱۸ کیلو ګرامه تریاک هلمند ته قاچاق کړي.