په خوست کې د څلور نیم میلیونه افغانیو په لګښت د امنیتي کامرو دویمه پروژه بشپړه او پرانیستل شوه

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۴:۴۹
سیبلس

د کورنیو چارو وزارت د امنیتي بنسټونو د پیاوړتیا او ښاري نظم د لا ټینګښت په موخه، د خوست ولایت امنیه قوماندانۍ د مخابرې او معلوماتي ټیکنالوژۍ مدیریت له لوري د څلور میلیونه، پنځه لکه او نهه څلویښت زره افغانیو په لګښت د امنیتي کامرو د نصب دویمه پروژه بشپړه او د یو لړ مطبوعاتي مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. په یاده پروژه کې، چې د وزارت له لوري تمویل شوې ده، د خوست ښار په بېلابېلو برخو کې ۵۰ دانې ثابتې او متحرکې څارندویه کامرې نصب شوې، چې د جرمي پېښو په مخنیوي، د امنیتي وضعیت د څار، او د ښاري نظم په ټینګښت کې به اغېزمن رول ولوبوي. د دې سیستم له لارې به د ښار مهم سړکونه، چوکونه، دولتي ادارې، مارکېټونه او ګڼ مېشته سیمې ۲۴ ساعته تر څارنې لاندې وي. د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د خوست امنیه قوماندانۍ د امنیت امر مولوي عبدالحلیم حیدر، اړوند مدیرانو، امرینو، د خصوصي سکتور استازو او رسنیزو فعالانو ګډون کړی و. باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د خوست ښار په بېلابېلو ساحو کې امنیتي کامرې نصب شوې وې چې د جرمي پېښو په مخنیوي کې یې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې.