امنیتي ځواکونو په اتو ولایتونو کې ۲۶ تنه نیولي دي

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په اتو ولایتونو کې د غلا، قاچاق، اسنادو جعل او ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو ۲۶ تنه نیولي او عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارلي دي.
د نیول شوو کسانو لمنځه، اوه تنه په هرات، شپږ تنه په نیمروز، څلور تنه په فراه، درې تنه په جوزجان، دوه تنه په پروان، دوه تنه په فاریاب او دوه تنه نور په پکتیا او بغلان ولایتونو کې نیول شوي دي.