اوو ولایتونو کې پولیسو ۲۷ تنه نیولي او وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۴:۴۸
asdsaf

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په هلمند، کندوز، سمنګان او جوزجان ولایتونو کې د غلاوو او قمار په تړاو ۲۷ تنه نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.
د نیول شوو کسانو لمنځه، ۱۲ تنه د غلا په تړاو په هلمند، اوه تنه په کندوز، شپږ تنه په خوست او دوه تنه د جوزجان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.
په ورته وخت کې، ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو دوه میله وسله او یوه اندازه مهمات په خوست، دوه میله په غزني او یو میل د سرپل ولایت په مربوطاتو کې کشف او ضبط کړي دي.