د پکتیکا ولایت په امنیه قوماندانۍ کې د کورایمس (CroeIMS) سیستم فعال شو

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۴:۳۶
asdaf

د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتي چارو معینیت اړوند د لوژستیک عمومي ریاست مسلکي او تخنیکي منسوبینو د پکتیکا ولایت په امنیه قوماندانۍ کې د کورایمس سیستم فعال کړ او د مرکزي شبکې سره یې ونښلاوه.
په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د یاد ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال الحاج مولوي محمد الله ادریس د کورایمس سیستم پر ارزښت او عملي ګټو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د دغه سیستم فعالېدل به د امنیتي چارو په همغږۍ او د خدمتونو په ښه وړاندې کولو کې د پام وړ بدلونونه رامنځته کړي.